د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ۱۲۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۱۹ کسانو ته رسېږي، په اجباري توګه بېرته هېواد ته راستانه او ټول اړين خدمتونه ورته برابر شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، یوازې د اسلامکلا له لارې ۴۵۲ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۱۰۰ کورنۍ، د تورخم له لارې ۶۴۵ کورنۍ او د ورېښمو له لارې ۴۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
همداراز، د پکتیکا د انګور اډې له لارې ۴ کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لارې يوه کورنۍ بېرته راستنې شوي دي.
راستنو شویو کډوالو ته د ثبت او بایومټریک ترڅنګ، د ټرانسپورټ، مالي مرستو، روغتیايي او عامه پوهاوي په برخو کې خدمتونه برابر شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، ۹۷۶ کورنۍ چې ۵۵۹۱ تنه کېږي، خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي. مسوولين وايي، په ټوله کې له ۱۳۹۸ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي، ۲۲۱۲ سیمکارتونه ورته وېشل شوي او په لسګونو تنه مهاجرینو ته روغتیايي او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.