ډېر لوستل شوي

په تېرو دوو اوونیو کې له اسلام‌کلا څخه شاوخوا ۸ زره کډوال لېږدول شوي 

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د یاد وزارت په مشرۍ د ترانسپورت کمېټې له لوري د هرات له اسلام‌کلا څخه شاوخوا ۸ زره کډوال لېږدول شوي دي. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کډوال له تېرو دوو اوونیو راهیسې له اسلام‌کلا څخه د یاد ولایت مرکز، کابل او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول شوي دي.  

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز د کډوالو د خوندي لېږد ډاډ څرګند شوی، او یاد وزارت تر دې مخکې هم له اسلام‌کلا څخه د هرات بېلابېلو ولایتونو ته زرګونه کډوال په خوندي توګه لېږدولي وو.  د ویلو ده چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

اړوند خبرونه