ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د تاتارستان د  نفتو، ګازو او کیمیاوي فورم کې ګډون کړی

د کانونو او پټرولیم وزير ملا هدایت الله بدري په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوي د تاتارستان په رسمي بلنه د «نفتو، ګازو او کیمیاوي صنعتي» فورم کې ګډون او وینا کړې ده.

ياد وزارت وايي، په دې فورم کې ښاغلي بدري د دواړو هېوادونو اړیکو، د افغانستان د نفت او ګاز زېرمو او د تاتارستان له لوري د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه خبرې کړې او دغه راز پانګوالو ته یې د افغانستان د کانونو په زېرمو کې د پانګونې بلنه هم وکړې ده.

ښاغلي بدري د تاتارستان ولسمشر سره په کتنه کې خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړي او پرېکړه شوې، چې د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه تخنیکي کمېټه جوړه شي. همداراز، تاتارستان چارواکو افغان زده‌کړیالانو ته د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه ورکړې ده. د يادونې وړ ده، چې ملا هدایت الله بدري د «تات نفتو» دولتي شرکت مسوولینو سره هم ليدلي او مقابل لوريو په اړوند برخو کې د لا ډېرو همکاريو ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه