ډېر لوستل شوي

اندراګاندي روغتون کې د کوچنيانو د زړه جراحي څانګه پرانيستل شوه

د اندراګاندي د کوچنیانو په روغتون کې نن د «زړه جراحي او هیمودیالیز» څانګه په رسمي توګه پرانیستل شوه.

د اميد راډيو خبريال وايي، چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئيس ډاکټر وحدت الکوزي د هېواد د روغتيايي سکټور په تاريخ کې لومړی ګام بللی دی. ښاغلي الکوزي زياته کړې، ياده نوې څانګه به د ۵۹ بستر په درلودو سره دوه عمليات خونې فعاله ولري او د ورځې څلور عملياتونه به پکې ترسره کېږي.

اړوند خبرونه