ډېر لوستل شوي

د ا.ا چارواکي تلګراف ته: له بريتانيا جبري ايستل شويو افغانانو ته مو په درناوي د منلو غېږ پرانيستې

رسنیو د بريتانیا د تلګراف ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت يوه چارواکي ويلي، چې له بريتانيا څخه جبري ايستل شويو افغان کډوالو لپاره د اسلامي امارت غېږ پرانيستې ده او له درناوي سره يې مني.

يادې سرچینې د دغه چارواکي له قوله لیکلي، اسلامي امارت به په مستقیم ډول د بريتانیا له حکومت څخه پیسې وانخلي؛ خو د شړل شویو کسانو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه مرستو ترلاسه کولو ته چمتو دي.

نوموړي ټینګار کړی چې له دغو کډوالو سره به «په کرامت» چلند کېږي او زیاته کړې یې ده:  “موږ چمتو یو هر افغان چې بريتانیا یې شړي، په درنښت ومنو او ملاتړ یې وکړو، ځکه پوهېږو چې ډېری یې له هېواده بهر له سختو شرایطو سره مخ دي. “

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د بريتانیا د رېفورم ګوند تازه وړاندیز کړی و، چې له افغانستان سره د مالي مرستو په بدل کې د افغان کډوالو د ستنېدو طرح عملي شي.

اړوند خبرونه