ډېر لوستل شوي

د تور پورې کولو په لړ کې د ایران سفیر له استرالیا ووت

د استرالیا په پلازمېنه کانبرا کې د ایران سفیر احمد صادقي د سفارت له ودانۍ څخه د وتلو پر مهال د خلکو او رسنیو له سترګو پټ پاتې نه شو.

په دې اړه خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي، چې نوموړی د خپلې دندې له پرېښودو وروسته له هېواد څخه روانېږي.

دا په داسې مهال ده، د استرالیا حکومت پر ایران د یهودانو پر وړاندې په وروستیو دوو بریدونو کې د لاس لرلو تور پورې کړ. استرالیا د یادو تورونو تر څنګ په تهران کې خپل سفارت هم تړلی دی، چې دا چاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ژور کړکېچ نښه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه