ډېر لوستل شوي

قاری عبدالستار سعید: ښه حکومتولۍ، شفافیت او عدالت د ا.ا له لومړیتوبونو دي

د رياست‌الوزرا استازي قاری عبدالستار سعید د «علومو اکادمي» د یوه سیمنار په غونډه کې د رییس الوزرا پیغام وړاندې کړی دی.

په دې پيغام کې راغلي، د مجاهدينو مبارزه او سختۍ د يوه اسلامي حکومت رامنځته کول و، چې اسلامي امارت اوس دې موخې ته رسېدلی دی.

د اميد راډيو خبريال د ښاغلي سعيد په حواله ويلي، چې د حکومت‌دارۍ ښه والی او د شریعت تطبیق د خلکو غوښتنه ده؛ د امانت‌دارۍ خونديتوب، عدالت او شفافیت د حکومت مسوولیت دی. قاری عبدالستار سعيد ټینګار کړی، چې د ښې حکومتولۍ لپاره څېړنې اړينې دي او په وينا يې دغه څېړنې دي چې د حکومتونو مسير روښانه کوي.

اړوند خبرونه