ډېر لوستل شوي

قطر: اسرائیل د سولې خبرو ته د نږدې کېدو هوډ نه لري

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اسرائیل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړو هېوادونو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه ورکوي.

د ياد وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، حماس له داسې شرایطو سره هوکړه کړې چې د اسرائیلو په ګټه دي؛ خو بیا هم دغه رژیم له هوکړې انکار کوي.

الانصاري له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي. د ده په وینا: “توپ اوس د اسرائیلو په میدان کې دی؛ خو ښکاري چې دغه رژیم د هوکړې هوډ نه لري. “

اړوند خبرونه