د اطلاعاتو او کلتور وزیر، ملا خیر الله خیرخواه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مخکنۍ ځانګړې استازې «روزا اوتنبایوا» سره د مخهښې په کتنه کې د فرهنګي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه روزا اوتنبایوا د فرهنګي میراثونو پر ارزښت او ساتنې خبرې کړې او د افغانستان ملي آرشیف او ملي موزیم یې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ خزانه بللي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روزا اوتنبایوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته د افغانستان فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو د همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر، ملا خیر الله خیر خواه د افغانستان اسلامي امارت د لاستهراوړنو په ځانګړې توګه د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې، اداري فساد له منځه وړلو او په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې د ملا خیرالله خیرخواه له قوله ویل شوي چې افغانستان وروسته له ۴۵ کلونو د یو مقتدر مرکزي نظام خاوند شوی، او د هېواد فرهنګي میراثونو څخه ساتنه د دې وزارت په کاري لومړيتوبونو کې ده.
نوموړي همداراز فرهنګي میراثونه د بشریت مشترک میراث بللي دي.

