ډېر لوستل شوي

مولوي امیر خان متقي: د بېلابېلو پروژو پرانیستنه ښيي چې نظام کې مسلکي کسان شته

د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ويلي، چې اسلامي امارت افغانستان ته داسې رښتوني خدمتونه ترسره کړي، چې د تېرو ۲۰ کلونو په لړ کې د امریکا او متحدینو له لورې نه دي شوي.

د اميد راډيو خبريال د ښاغلي متقي له قوله ويلي، ځینې تبلیغات کوي چې نظام بې مسلکه وښيي؛ خو د بېلابیلو پروژو پرانيستلو دوام ښيي چې په نظام کې مسلکي کسان شتون لري.

مولوي اميرخان متقي په نړيوالو غږ کړی، چې بشري مرستې دې په سياست پوري نه تړي، بلکې د پراختیایي پروژو له لارې دې افغانان د نورو هېوادونو له احتياجۍ خلاص کړي. ښاغلي متقي همداراز زياته کړې، اسلامي امارت سوداګرو او پانګوالو ته مناسبې زمینې برابرې کړې، څو د هېواد اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړل شي.

اړوند خبرونه