ډېر لوستل شوي

مولوي نور جلال جلالي: د اندراګاندي روغتون نوې څانګه کې به سلګونه ماشومانو ته د زړه درملنه کېږي

د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د اندراګاندي د کوچنیانو په روغتون کې د «زړه جراحي او هیمودیالیز» څانګې په پرانيست غونډه کې ويلي، چې تر دې مهال د ۳ ماشومانو د زړه عمليات په بريالي توګه ترسره شوي دي.

د اميد ارډيو خبريال د ښاغلي جلالي په حواله ويلي، چې د نوې څانګې په پرانيستو سره به د کال سلګونه تنو د زړه نارغيو ماشومانو درملنه کېږي.

د عامې روغتيا وزير زياته کړې، چې دوی د روغتون په جوړولو د مسلکي کسانو په روزلو او د عصري وسايلو په رامنځته کولو لا ډېر کار کوي.

د اندراګاندي د کوچنیانو په روغتون کې ياده نوې څانګه به د ۵۹ بستر په درلودو سره دوه عمليات خونې فعاله ولري او د ورځې څلور عملياتونه به پکې ترسره کېږي.

اړوند خبرونه