ډېر لوستل شوي

مټر ته ولې د نړۍ په کچه «پاور فوډ» وايي؟

مټر د سبزیجاتو له ډلې هغه کوچنۍ، خو له غذایي موادو ډکې دانې دي چې د نړۍ په کچه د «پاور فوډ» په نوم هم پېژندل کېږي. که څه هم د حجم له پلوه وړوکي دي، خو په ځان کې د پروټین، فایبر، ویټامینونو او منرالونو داسې خزانه لري چې د روغتیا د ساتنې، د بدن د انرژۍ زیاتوالي او د ګڼو ناروغیو د مخنیوي لپاره بې ساری ارزښت لري.

د مټر په غذایي جوړښت کې د ویټامین  A، C، K او د B ډلې ویټامینونه، همدارنګه وسپنه، مګنیزیم او اومیګا-۳ شحمي اسیدونه په پراخه کچه موندل کېږي. دا ترکیبونه نه یوازې د وینې د زیاتوالي، د زړه او هډوکو د پیاوړتیا او د هاضمې د ښه والي لپاره ګټور دي، بلکې د سرطان، شکر او الزایمر په څېر ناروغیو په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي.

مټر د خوند، ارزښت او د روغتیايي ګټو یو داسې ګډ انځور وړاندې کوي چې په هر کورني خوړو کې یې شتون د ژوند کیفیت لوړوي.

۱. د مټر روغتیايي ګټې

  • وینه زیاتوي او پاکوي:

مټر د وینې د کمښت یا انیمیا لپاره یو له غوره خوړو څخه دی. د وسپنې، فولیټ او ویټامین C  په درلودلو سره نه یوازې د وینې تولید زیاتوي، بلکې د وینې کیفیت هم ښه کوي او د بدن د کمزورۍ مخنیوی کوي.

  • د خراب کولیسترول کمول:

په مټر کې فایبر، پروټین او انټي اکسیدانونه د بدن د «خراب» کولیسترول (LDL) کچه راټیټوي او د زړه د ناروغیو خطر کموي. د کالورۍ اندازه یې ټیټه ده؛ نو د وزن په کنټرول کې هم مرسته کوي.

  • د معدې سرطان مخنیوی:

د مټر په جوړښت کې «کومیسټرول» په نوم یو ځانګړی نباتي مرکب شته چې د معدې سرطان د رامنځته کېدو احتمال کموي. څېړنې ښيي چې یوه پیاله مټر د دې مرکب څو برابره اړینه اندازه لري.

  • د الزایمر او دماغي ناروغیو مخنیوی:

په مټر کې د اومیګا-۳ شحمي اسیدونه، ویټامین E او C د دماغ د حجراتو د ساتنې او د حافظې د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري، چې د الزایمر او نورو دماغي ناروغیو خطر کموي.

  • د شکر ناروغانو لپاره ګټور:

مټر د ټیټې ګلایسیمیک کچې له امله د وینې د شکر ناڅاپي لوړېدو مخه نیسي. پکې شته فایبر او پروټین د خوږو موادو جذب ورو کوي او د انسولین د کچې ثبات ساتي.

  • هډوکي پیاوړي کوي:

مټر د ویټامین K بډایه سرچینه ده چې د هډوکو په جوړښت کې د کلسیم جذب زیاتوي. دغه راز پروټین او منرالونه یې د هډوکو د ماتېدو او کمزورۍ مخنیوی کوي.

  • د پوستکي د ښکلا او ناروغیو درملنه:

مټر که وچ او وټکول شي او بیا د پوډر په بڼه پر مخ او داغونو ومښل شي؛ نو د مخ ټول داغونه له منځه وړي، ځکه چې د انټي اکسیدانونو له کبله د پوستکي زړښت ورو کوي او د سوځېدنې په درملنه کې ګټور دی.

۲. په افغانستان کې د مټر حاصلات او اقتصادي ارزښت

  • د کرنې ساحه او تولید:

مټر په افغانستان کې د پسرلي او منی (خران) دواړو موسمونو کې کرل کېږي، خو ډېری تولید یې د پسرلي حاصلات دي. د مټر د کرنې اصلي سیمې ننګرهار، کندهار، بلخ، هلمند، هرات او لغمان ولايتونه دي. د کرلو لپاره لږه اوبه او د هوا معتدله تودوخه ورته مناسبه ده، له همدې کبله د وچکالۍ په شرایطو کې هم ښه نتیجه ورکوي.

  • د اقتصادي ارزښت کچه:

مټر په کورني بازار کې د ژمي او پسرلي په موسم کې ښه بیه لري. تازه مټر د سبزیجاتو په بازار کې ښه خرڅیږي او وچه بڼه یې د ټول کال لپاره ذخیره کېدای شي چې د بزګر لپاره دوامداره عاید رامنځته کوي. د کورني تولید سربېره، ځینې ولایتونه د وچو مټرو کوچنۍ صادراتي کچه هم لري، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته.

  • د کارموندنې فرصتونه:

د مټر کرکېله د کرنیزو کورنیو لپاره د فصل په اوږدو کې د کار یوه مهمه سرچینه ده، ځکه د راټولولو، پاکولو، وچولو او بازار ته د لېږد په پړاوونو کې لسګونه کسانو ته د کار فرصتونه برابروي.

  • د خوړو امنیت کې ونډه:

مټر د کورنیو لپاره ارزانه او په اسانۍ موندل کېدونکی پروټیني سرچینه ده. د مټر شتون په کورني رژیم کې د غوښې پر ځای یوه سالمه بدیله برابروي، چې د خوړو د تنوع او غذایي امنیت لپاره مهم دی.

۳. د مټر احتمالي زیانونه

  • د ګاز او معدې پړسوب:

په مټر کې د فایبر او «رافینوز» په نوم یو کاربوهایډریټ شته چې ځینې وخت د هاضمې پر مهال د ګاز جوړېدو او د معدې پړسوب سبب کېږي. د حساسو معدو لرونکي کسان باید په یوه وخت کې ډېر مټر ونه خوري.

  • د یوریک اسید لوړېدل:

مټر د «پورین» په نوم مرکبونه لري چې د بدن د یوریک اسید کچه لوړوي. د ګوډ  (Gout)  ناروغانو لپاره د زیات مټر خوړل خطرناک کېدای شي، ځکه د مفصلونو درد او پړسوب زیاتوي.

  • د ځینو توکو جذب کموي:

د مټر په جوړښت کې «فایټیک اسید» شته چې د وسپنې، زنک او مګنیزیم د جذب وړتیا کمه کړي. که ډېر وخوړل شي او د رژیم نورې برخې متوازنې نه وي، د منرالونو کمښت رامنځته کولای شي.

  • د شکر کچه لوړېدل (په پروسس شويو ډولونو کې):

که څه هم تازه مټر د شکر لپاره ګټور دي، خو هغه مټر چې پروسس شوي او کنسروي بڼه لري، ډېری وخت اضافه بوره او مالګه لري، چې د شکر او د وینې د فشار ناروغانو ته تاوان رسوي.

  • د الرجۍ خطر:

په ډېر کم شمېر کسانو کې د مټر پروټین د حساسیت یا الرجۍ لامل کېدای شي، چې نښې یې خارښت، د پوستکي سوروالی او د ساه لنډېدل دي.

۴. سپارښتنه:

مټر که څه هم د غذایي ارزښت او روغتیايي ګټو له مخې یو له مهمو سبزیجاتو څخه دی، خو د اعتدال په کچه خوړل یې اړین دي. د تازه او کورني مټر استعمال د پروسس شويو ډولونو پر ځای غوره دی، څو اضافه بوره او مالګه ونه لري. د ګوډ ناروغان، د ګاز او پړسوب ستونزه لرونکي کسان باید په یوه وخت کې لږ وخوري او د متوازن رژیم برخه یې وګرځوي. د اوبو زیات څښل او د نورو سبزیجاتو سره یوځای خوړل د مټر د ګټو اغېز څو برابره کوي.

اړوند خبرونه