ډېر لوستل شوي

نیمروز کې سلګونه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي 

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په نیمروز کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۲۷۰ روږدي کسان راټول کړي دي.

د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په نشه‌يي توکو دا روږدي کسان د نیمروز ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د درملنې په موخه راټول شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې دا کسان به په کابل کې د روږدو د درملنې لپاره ځانګړي شوي «امید» روغتیایي مرکز ته ور وپېژندل شي.  

تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په نشه‌يي توکو لسګونه زره روږدي راټول او ډېر یې تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سالم سپارل شوي دي.  

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د نږدې ۴۲ زره ۶۸۳ روږدو کسانو درملنه شوې ده.   د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار بندیز لګېدلی او لسګونه زره په نشه‌يي توکو روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.

اړوند خبرونه