ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنې افغانستان کې د اوبو سرچينو د کمښت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د «اوبو د نړيوالۍ اوونۍ د پای ته رسېدو» په مناسبت د اوبو د سرچینو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د يادې ټولنې دفتر پر خپله اېکس پاڼه، په ځانګړې توګه د کابل د اوبو د کمښت ستونزه جدي بللې او ویلي یې دي چې دا موضوع د خلکو د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه لري.

اروپايي ټولنې ډاډ ورکړی، چې د دې ستونزې حل ته ژمن دی او په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي.

د يادې ټولنې په وینا، په افغانستان کې د دوی د پروژو تمرکز د کرنې، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، اوبو، روغتیا، د خوړو امنیت او همداراز د بېرته راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو کسانو پر ملاتړ دی.

اړوند خبرونه