د کانونو او پټروليم وزير ملا هدايت بدري د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان پلازمېنې کازان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د برېښنايي توکو مېټرونو د توليد «سيتوايا» شرکت او د دې هېواد له انرژۍ پوهنتون څخه ليدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې د امارتي شرکتونو عمومي رئيس مولوي احمد جان بلال د افغانستان د برېښنا شبکې په تړاو د يادې کمپنۍ رهبري سره معلومات شريک کړي او د مېټرونو د ډيجيټل کولو او د واحدې شبکې په جوړولو کې د ګډ کار غوښتنه کړې ده.
د يادې کمپنۍ مشرتابه ژمنه کړې، چې د افغان تخنيکي انجنيرانو له کتنې وروسته به په افغانستان کې د يو تخنيکي ورکشاپ د جوړولو هڅه وکړي.
دغه راز د کانونو او پټروليم وزير د کازان د انرژۍ پوهنتون څخه په ليدنه کې د افغان زدهکړېالانو ستونزې او وړاندېزونه اوريدلي او د لازمې همکاري ډاډ يې ورکړی دی. د يادونې وړ ده، چې د دې پوهنتون رئيس هم ژمنه کړې چې د افغان زدهکړېالانو لپاره به د زدهکړو په برخه کې په انلاين او حضوري بڼه خپلو همکاريو ته دوام ورکړی.

