ډېر لوستل شوي

د ا.ا مشرتابه، د پوهنې وزارت مسوولینو ته: صبر ولرئ او له غفلت ځان وژغورئ

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وایي چې عالقیدر امیرالمؤمنین حفظه الله په کندهار کې د پوهنې وزارت مسوولینو لپاره په جوړ شوي اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا کړې ده.   

د ملا حمدالله فطرت لخوا په خپره‌شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په پیل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله د ټولو مسوولینو خدمتونه ستایلي او د قران‌کریم او احادیثو په رڼا کې يې د علم فضیلت بیان کړی دی. 

د اسلامي امارت د مشرتابه په وینا: “علم او علماء د دنیا د بقا او د الله جل جلاله له عذابونو څخه د نجات ذریعه ده او د علم او عالم په برکت الله جل جلاله د ځمکې پرمخ فسادونه، بد اخلاقي او فحاشي ورک کړي دي.”

په اعلامیه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله له قوله ویل شوي چې علماء دې د انبیاء کرامو علیهم الصلوة والسلام په طریقه خلکو ته لارښوونې وکړي، او ټینګار یې کړی چې علماء کرام باید د انبیا کرامو علیهم الصلوة والسلام تقوا، صفتونه، خویونه، اخلاص، صبر او استقامت په ځان کې راولي او په عمل کې یې خلکو ته ښکاره کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند همداراز لیکلي چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفِظه الله د خپلې وینا په پای کې د سیمینار ګډونوالو ته له غفلت څخه د ځان ساتنې په اړه مهمې سپارښتنې کړې او هغوی ته یې ویلي چې په خپلو کارونو کې له غفلت څخه ځان وساتي، او د خپلو شاګردانو ښه ساتنه وکړي.

اړوند خبرونه