د مکسیکو د مشرانو جرګې د چهارشنبې د ورځې غونډه د اپوزیسیون او واکمن ګوند د غړو ترمنځ په فزیکي شخړه بدله شوې ده.
په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري، چې د مجلس رئيس او د واکمن مورينا ګوند غړي ګيرارډو فرنانډيز نورنيا د اپوزيسيون غړي مورينو يو او بل له لفظي توندۍ وروسته په فزيکي اخ او ډب لاس پوري کوي.
نورونیا ادعا کوي، چې مورینو هغه ته د وژلو ګواښ کړی؛ خو مورینو بیا وايي چې نورونیا لومړی پرې برید کړی دی. د مجلس رییس د يادې موضوع د څېړلو لپاره د بېړنۍ غونډې د را بللو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د مورینو ترڅنګ د «PRI» ګوند درې غړي د جرګې له غړیتوبه د ایستلو وړاندیز به وشي.

