ډېر لوستل شوي

نیمروز کې له نشه‌يي توکو رغېدلي لسګونه کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې په نیمروز ولایت کې له نشه‌يي توکو رغېدلي ۹۷ کسان بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان په یاد ولایت کې د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې وو.  

د خبرپاڼې له مخې چې دوی تر درملنې وروسته د ټاکل‌شوې کمېټې او د ډاکترانو له نظریې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سالم سپارل شوي دي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کاروبار د بندیز ترڅنګ لسګونه زره روږدي د درملنې په موخه راټول شوي وو چې ډېر یې بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.  وړمه ورځ د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي وو چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې څه باندې ۴۲ زره کسان له نشه‌يي توکو رغېدلي دي.

اړوند خبرونه