ډېر لوستل شوي

غزني کې امنیتي ځواکونو ۷ غله نیولي

د غزني ځایي مسوولینو د یاد ولایت په «ګیلان» ولسوالۍ کې هغه ۷ کسیزه ډله نیولې چې په دې سیمه کې یې غلاوې کولې.

د امید راډیو خبریال د مسوولینو په حواله ویلي چې دا ډله د خلکو په همکارۍ له دریو موټرسایکلونو او نورو وسایلو سره نیول شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې لسګونه کسان د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.

اړوند خبرونه