ډېر لوستل شوي

د افغان – ترک شرکتونو ټولنه افغانستان کې د اوبه‌ییزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري

د اوبو او انرژۍ وزارت معین، مجیب الرحمن عمر اخندزاده د افغان – ترک شرکتونو ټولنې له مسوولینو سره کتلي، او په افغانستان کې د پانګونې او د اوبه‌ییزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې کتنه کې د دې ټولنې مسوولینو ویلي، چې دوی په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په اوبه‌ییزو پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
بلخوا مجیب الرحمن عمر اخندزاده په هېواد کې د اوبو په پراختیایي پروژو کې پانګونې ته د هغوی د هڅونې ترڅنګ ویلي چې د اوبو او انرژي وزارت په دې برخه کې هر ډول اړینې همکاري ته چمتو دی.
نوموړي ټینګار کړی چې اوسمهال په افغانستان له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اسلامي امارت هم د اړینو شرایطو د چمتو کولو په برخه کې له پانګوالو سره همکاري کوي.

اړوند خبرونه