د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد له چین او روسیې سره د اسلامي امارت اړیکو ته په اشارې ویلي چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هر هېواد سره د اړیکو په ټینګښت کې خپلواک دی.
نوموړي له «بي بي سي» سره په ځانګړې مرکه کې ویلي اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د نړۍ له هر هېواد سره اړیکې ټینګولی شي.
د ملي دفاع وزیر له پاکستان سره اړیکو ته په اشارې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تورونو لګولو پرځای باید حقایق درک شي او د ګاونډیتوب حقونو ته درناوی وشي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد همداراز په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیت په اړه د ګاونډیو هېوادونو ادعاوې بېبنسټه بللې دي.
نوموړي ویلي چې هېوادونه به ښايي د خپلو مشخصو اهدافو لپاره دا ډول ادعاوې کوي.
د ملي دفاع وزیر په وینا چې ‘په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیت په اړه’ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د شویو بحثونو پرځای باید په دې اړه مستقماً له اسلامي امارت سره خبرې وشي او خپل ډاډ ترلاسه کړي.

