د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په میوند ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
ځايي مسوولين وايي، په یادو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونو پاکول، د کلیوالي سړکونو او پلچکونو جوړول، د ۶ کوچنیو او ۸ خاورینو بندونو او همدارنګه د استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.
د دغو پروژو د چارو په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره یې د میوند ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په يو ولايت کې په دومره پراخه کچه پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د کندهار په ګډون نورو ولايتونو کې ورته ګڼې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

