ډېر لوستل شوي

امریکا د ملګرو ملتونو په غونډه کې د محمود عباس پر ګډون بندیز لګولی

امريکا د ملګرو ملتونو د راتلونکې مياشتې په غونډه کې د فلسطين د خپلواکې ادارې په مشر محمود عباس او د لسګونه نور فلسطيني چارواکو پر ګډون بنديز لګولی دی.

د رويټرز راپور له مخې، د عباس دفتر د امریکا دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د تړون خلاف بللې او ګڼو اروپايي مشرانو هم غیرعادلانه ګام ګڼلی دی.

ويل کېږي، ځينې حکومتونه په دې غونډه کې پلان لري، چې د فلسطين حکومت په رسميت وپېژني.

واشنګټن ټینګار کړی، چې د فلسطین خپلواکۍ سازمان د توندلارو ډلو له غندنې ډډه کوي؛ خو اسرائيلو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

اړوند خبرونه