ټاکل شوې، نن (یکشنبه، د وږي نهمه) د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې د بغلان ولایت د غوري سمنټو نوې کارخونه پرانیستل کېږي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله ارغندیوال وایي، د دغې کارخونې له ۳۰ تر ۵۰ سلنه تجهیزات د هېواد دننه د ملي پراختیا شرکت په کارخونو کې تولید شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کارخونه به په ۲۴ ساعتونو کې د پنځه زره ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
د ويلو ده، داسې پروژې د ځان بساینې پر لور د افغانستان د تګلارې یوه مهمه نښه ګڼل کېږي، چې تمه ده د هېواد په صنعتي کولو او اقتصادي پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

