د وږي نهمه له افغان خاورې د وروستي ښکېلاکګر(جنرال کریسټافر ډوناهو) د اېستنې له څلورمې کالیزې سره برابره ده؛ خو باید یاده کړو چې له دې نېټې پوره ۱۵ ورځې دمخه د واک واګې د دویم ځل لپاره اسلامي امارت په لاس کې اخیستې وې. ډوناهو د شپې دولس بجې له افغان خاورې ووت او هېواد یو ځل بیا د ازادۍ په ګاڼه سنبال شو.
که د افغان وطن او ددې خاورې د مېړنیو بچو د تاریخ پاڼې واړول شي؛ نو مالومه به شي چې ددې هېواد وګړي تل د ښکیلاکګرو او چپاولګرو پر وړاندې په نره درېدلي او د سر په کاسه کې یې اوبه ورکړي دي. د افغانانو ټول ویاړمن تاریخ له مبارزو، لوړو ژورو، پاڅونونو او مقاومتونو ډک دی. د افغانانو په فطرت کې د ازاد ژوند تومنه اېښودل شوې؛ ځکه تل له پردیو سره لاس او ګرېوانیږي او خبره تر مورچې پورې ځي. افغانانو هېڅکله هم په بلواکۍ کې ژوند نه دی تېر کړی او نه یې هم د نورو فرمایشي او زرګري رژیمونه منلي دي. افغان مېړني ولس چې هېواد ازاد کړی؛ نو بیا یې په ګاونډ کې هم له ظالمه د مظلوم لاس لنډ کړی. افغانانو په ایران او هند کې ددې خاورې مظلوم ولسونه له پردیو او کفري تسلطه ژغورلي او د همدې ولسونو په دفاع کې یې لښکرکښۍ کړي دي.
علامه عبدالشکور رشاد په خپل یوه شعر کې «حریت» له زړه سره تشبیه کړی. په دې شعر کې ملت ته بدن ویل شوی او زړه یې ازادي ګڼل شوې ده. ازادي په رښتیا هم همدومره ارزښتمنه ده لکه د انسان په بدن کې چې زړه مهم دی. دا تشبیه د ژوند مانا راتداعي کوي. د شاعر په اصطلاح انسان بې زړه نه پایي، همداسې یو ملت بې له ازادي نه پایي او که پایي هم هغه د مریتوب ژوند دی.
هغه ملتونه چې خپلواک وي؛ خپل هویت، اراده او دریځ یې خوندي وي. ازاد ملتونه تل د وینو په بیه ازادي ترلاسه کوي. هغه ملتونه چې ازاد وي خپل دین، ارزښتونه او کلتور یې د نورو له چپاو خوندي پاتې کیږي.
د وږې نهمه ولې مهمه ده؟
افغانان باید دا د یوه تریخ حقیقیت په څېر ومني چې افغانانو په توره ګټلې، خو په سیاست کې یې بایللې ده. موږ باید لومړی دا غور وکړو چې له سلو کلونو په کمه موده کې ولې درې د ازادۍ ورځې؟
له ځانونو باید دا وپوښتو چې موږ ولې تل د دوښمن له یرغل لاندې راځو؟ تر څو به د اور او وینو مرکز یو؟ ولې ګټلې ازادي اسانه بایلو؟ ددې پوښتنو ځواب دا دی چې موږ د اخیستې خپلواکۍ د ساتنې په هنر نه یو پوه شوي. ازادي مو د خپلمنځي سیالۍ او ګټو لپاره قربانې کړې. موږ باید خپلمنځي وحدت دومره پیاوړی کړو چې درېیمګړی مو ترمنځ د ننوتو مجال پیدا نه کړي. باید له هېواد سره خیانت ونه کړو، د دوښمن دام او مکر ته متوجې شو. لازمه ده چې له تېر زده کړه وکړو چې خدای مه کړه اخیستې ازادي بیاځلې اسانه ونه بایلو.
د اروښاد رشاد بابا په قول:
د مجنون ژوندون به څه وي چې لیلا مري؟
زړه چې نه وي، تش کوګل دي، لا پخوا مري
حریت د هر ملت د بدن زړه دی
چې دا نه وي، هم ملت مري، هم بقا مري