ډېر لوستل شوي

د زمري مياشتې وروستيو کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۹۱ زره او ۶۷۱ ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، د تېرې زمري مياشتې په وروستيو کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۶۷۱ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او د نورو توکو انتقالات شوي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، د حیرتان بندر له لارې ۶۰۶۰۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۵۸۳۳ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳۱۲۰ ټنه، د خواف–هرات له لارې ۱۲۱۱۶ ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې لړ کې د دغو انتقالاتو له ډلې ۱۲۶ ټنه صادرات ترسره شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه جوړوي.

ټولګټو وزارت وایي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زیاتېږي او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بساینې زمینه برابریږي. ياد وزارت ډاډ ورکړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي، څو د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتل شي.

اړوند خبرونه