ډېر لوستل شوي

د سټنډرډ ملي ادارې يوه جوپه بې‌کيفيته ودانيز توکي بېرته ترکمنستان ته ورګرځولي

د سټنډرډ ملي ادارې د اقينې بندر تخنيکي ټيم د ارزونې په پايله کې يوه جوپه ګاډر چې ټوليز وزن يې ۲۴ ټنه و، بېرته ترکمنستان ته ورګرځولي دي.

يادې ادارې زياته کړې، چې د وارداتي توکو کنټرول او د کيفيت تثبيت د دې ادارې له لومړيتوبونو څخه دی او هيڅ ډول بې‌کيفيته توکو ته به اجازه ور نه کړي، چې د هېواد بازار ته دننه شي.

د سټنډرډ ملي ادارې ډاډ ورکړي، چې د کيفيت او خونديتوب په موخه، د ټولو وارداتي توکو کره ارزونه په دوامداره توګه ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې تېره اوونۍ هم يوه محموله نوع نبشي وسپنه چې ټوليز وزن يې ۲۷ و، د ملي سټنډرډونو خلاف تثبيتېدو له امله بېرته ايران ته ورګرځولي دي.

اړوند خبرونه