ډېر لوستل شوي

شیخ شهاب الدین دلاور د یوناما له مشرې سره پر بشري همکارۍ غږېدلی

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس، شیخ شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې «روزا اتونبایوا» سره کتلي، او د بشري مرستو د پراختیا، همغږۍ او فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې ‘د راستنېدونکو او بېوزلو د لاسنیوي لپاره’ له افغاني سرې میاشتې سره د یوناما د پراخو مرستو غوښتنه شوې ده.
شیخ شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په کچه د ثابتو روغتیایي کلینیکونو، ګرځنده روغتیایي ټیمونو، رواني مرکزونو او مرستونونو له لارې، رواني ناروغانو، راستنېدونکو کډوالو، د سوري زړه ماشومانو، بې سرپرسته او اړمنو وګړو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو سربېره د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال د اغېزمنېدونکو هېوادوالو د لاسنیوي په اړه معلومات شریک کړل
په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل راغلي: “افغاني سرې میاشتې د هېواد په څلورو بندرونو نیمروز، اسلام‌کلا، سپين بولدک او تورخم کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ هره ورځ پر لس زره (۱۰۰۰۰) راستنېدونکو کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه وېشل کېدې، چې په دې وروستیو کې د کډوالو په شمېر کې د زياتوالي له امله د پخو خوړو او څښاک پاکو اوبو اندازه شل زره (۲۰۰۰۰) خوراکو ته لوړه شوې ده.”
بلخوا د یوناما مشرې د بېوزلو د لاسنیوي په برخه کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه ګټور بللي او د همکاریو د دوام ژمنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه