ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې د چارو له بهیره لیدنه کړې

د وزيرانو شورا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د سالنګونو لویې لارې د چارو له بهیر څخه لیدنه کړې ده.

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، چې ښاغلي برادر د ټولګټو وزارت او او قرادادي شرکتونو له لوري د ترسره شويو چارو د ستاينې ترڅنګ سپارښتنه کړې، څو د کیفت په پام کې نیولو سره د ژمي تر را رسېدو وړاندې د دغه مهمې لارې پاتې چارې بشپړې کړي.

د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړی چې دوی ژمن دي، تر څو د روان کال لپاره پلان شوي کارونه د ژمي تر را رسېدو واندې بشپړ کړي.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې بیارغونه بشپړه شوې، چې په ټوله کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي.

په یادو بشپړ شويو ګالریو کې په خورا لوړ کیفیت ۸۵ سانتي متره کانکریټ اچول شوی دی. په ورته وخت کې د شمالي سالنګ د بیارغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

اړوند خبرونه