ډېر لوستل شوي

تهران کې د افغان بنديانو د رالېږد پر بهیر بحث شوی

په ايران کې د افغانستان سفير مولوي فضل ‌محمد حقاني د ايران د عدليې وزارت د بشري حقونو او نړيوالو چارو له مرستيال عسکر جلاليان سره ليدلي دي.
په تهران کې افغانستان سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د هغو افغان بنديانو د لېږد بهير پر بيا پيل خبرې کړې، چې په ايران کې پر بند محکوم شوي دي.
دغه راز په دې ناسته کې د حقوقي همکاريو پر پياوړتيا هم ټينګار شوی دی.
دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو له ډيپلوماټيکو لارو په نورو هېوادونو کې افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته يې راستانه کړي.

اړوند خبرونه