ډېر لوستل شوي

جاپان د افغانستان له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د همدردۍ تر څنګ د مرستو ډاډ ورکړی

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د ژورې همدردۍ ترڅنګ ویلي، چې هېواد یې د اړمنو لپاره د مرستو وړاندې کولو ته چمتو دی.
د جاپان سفیر ویلي: “په ډېر خواشنيني سره مې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلې خبر ترلاسه کړ. هغو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د زړه له کومي تسلیت وایم او له ټپیانو سره خپله ژوره همدردي څرګندوم. “
دیپلوماتيکي سرچینې زیاتوي، جاپان د زلزله‌ځپلو سیمو وضعیت له نږدې څاري او چمتو دی چې د زیانمنو شویو کورنيو لپاره لازمې مرستې برابرې کړي.
جاپان لومړنی هېواد بلل شوی، چې د مرګوني او ویجاړوونکې زلزلې په تړاو یې خپله خواشينې ښودلې ده.

اړوند خبرونه