ډېر لوستل شوي

حوثيانو یمن کې د م.م پر دفترونو برید کړی او ۱۱ کارکوونکي یې نیولي

د حوثيانو د حکومت لومړي وزير تر وژل کېدو وروسته، تېره ورځ د یمن پلازمېنه صنعا کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو برید کړی او د دې ادارې ۱۱ کارکوونکي یې نیولي دي.
رويټرز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په حواله ويلي، حوثيانو د خوړو د نړيوال پروګرام پر دفترونو برید کړی، د ملګرو ملتونو شتمنۍ یې ضبط کړې او هڅه یې کړې چې د دې ادارې نورو دفترونو ته هم ننوځي.
په ورته وخت کې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ په یوه جلا بیان کې څرګنده کړې، چې نیول شوي کارکوونکي په صنعا او د حدیده په بندري ښار کې د حوثيانو له لوري برمته شوي دي.
یاد برید وروسته له هغه شوی، چې د پنجشنبې په ورځ د اسرائيلو په هوايي برید کې د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثيانو د حکومت لومړی وزیر او څو وزیران وژل شوي وو.

اړوند خبرونه