ډېر لوستل شوي

‏ د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ځینې ټاکنې وشوې

د ا.ا ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د لغمان ولایت مخکنی والي، شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعات او فرهنګ وزارت د وزیر په توګه او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخکنی وزیر، ملا خیرﷲ خیرخواه د میدان وردګ ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د مولوي ذبیح الله مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د میدان وردګ ولایت مخکنی والي قاري محمد بختیار معاذ؛ د لغمان ولایت د والي په توګه او د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکنی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه ولایت د والي په توګه ګومارل شوي دي.
همداراز د فراه ولایت مخکنی والي مولوي غوث الدین رهبر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال او د ۲۰۵ البدر قول اړوند دوهمې پلي لواء مخکنی قومندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي ذبیح الله مجاهد همداراز لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې مخکنی آمر حاجي شیرعلي جند ﷲ د پکتیا ولایت د امنیه قومندان او د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پلي لواء قوماندان ټاکل شوي دي.
بلخوا د جوزجان ولایت مخکنی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه او د پکتیا ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

اړوند خبرونه