د ملي دفاع وزارت اړوند د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون څخه د ژغورنې لس کسیزه پلاوی د هېواد د ختيځ زون ته د طبي خدمتونه وړاندې کولو په موخه روان شوی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه پلاوی د طبي پوځي اکاډمۍ قوماندان ډاکټر محمد اسماعیل وردګ په مشرۍ د طبې اړينو توکو سره يو ځای تللی دی.
د ملي دفاع وزارت د مسوولینو په وينا، دغه پلاوی به په زلزلهځپلو سیمو کې د ټپیانو درملنه او عاجل روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو د اغېزمنو خلکو ژوند خوندي او د هغوی اړتیاوې پوره شي.

