ډېر لوستل شوي

زلزلې د ختیځو ولایتونو لسګونه کورنۍ ځپلې؛ لسګونه تنه شهیدان او ټپیان شوي

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې بیګاه شپه شاوخوا د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزله شوې، چې د کونړ، ننګرهار او لغمان په ګډون یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د پېښو پر وړاندې د کونړ ولایت د چمتووالي ادارې مسوولین وایي، چې یاده زلزله د نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو خلک سخت ځپلي. د دوی د معلوماتو له مخې، تر دې دمه نږدې ۲۵۰ تنه شهیدان شوي او ۵۰۰ نور ټپیان دي. له بلې خوا د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر تأیید کړې، چې د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند ستن کلي کې هم زلزلې درانه تلفات اړولي، چې له امله یې ۹ تنه شهیدان شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د لغمان ولایت ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې هم لسګونه تنه ټپیان شوي؛ خو د کره شمېرو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د زلزلې له امله ګڼ شمېر کورونه نړېدلي، سړکونه زیانمن شوي او خلک تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي. ځایي چارواکي وايي، چې د ژغورنې هڅې روانې دي، او اړمنو کورنیو ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره اقدامات پیل شوي دي.

اړوند خبرونه