د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد په یوې خبري غونډې کې د ختیځو ولایتونو د پرونۍ شپې زلزلې تازه جزئیات له رسنيو سره شريک کړي دي.
د ښاغلي مجاهد په وينا، د کونړ په څوکۍ، نورګل، (مزاردره)، وټپور،ماڼوګی، چپه دره او نورو سيمو کې ۸۰۰ ته شهیدان او ۲۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.
د اميد راډيو خبريال د اسلامي امارت وياند په حواله ويلي، چې د ننګرهار د درهنور ولسوالۍ په مرکز کې د دغې پېښې له امله ۱۲ تنه شهیدان او ۲۵۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د دې زلزلې له امله د لغمان په علينګار ولسوالۍ کې ۵۸ تنه ټپيان شوي او د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د څلورو ټپيانو په ګډون څو کورونه ويجاړ شوي دي.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د دغو ارقامو په شريکولو سره زياته کړې، چې د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې ۵ کورنه ويجاړ شوي، چې کومه ځاني زيان نه لري.

