ډېر لوستل شوي

“خوست کې دوې پراختیايي پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې”

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې د خوست په «علیشرو» ولسوالۍ کې د ۲۲ زره ۵۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې دي. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو پروژو کې د ۲۲۶ متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال او د ۳۱۱ متره په اوږدوالي یو کانال جوړول شامل دي.

په خبرپانه کې ویل شوي چې د يادو پروژو د کار په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې دي. 

په خوست ولایت کې تر دې مخکې هم د لسګونه پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې وې.  د ویلو ده چې دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړ او د ځینو نورو بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

اړوند خبرونه