د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په سرپل کې د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج پرانیسته کړې ده.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې اقتصادي مرستیال د دې پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د بلخاب ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده چې تر دې دمه یې د استخراج پروسه د ملي پراختیا شرکت له لوري ښه روانه ده.
د نوموړي په وینا: “افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سترې سرچینې په توګه له اساسي او ستراتیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې په مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلو.”
ملا عبدالغني برادر همداراز ویلي چې په هېواد کې له موجودو طبیعي زېرمو څخه د اعظمي استفادې په موخه باید یوازې د خامو موادو پر صادراتو اکتفاء ونه کړو، بلکې د هېواد دننه د پروسس او تولید فابریکې جوړې کړو ترڅو کاري فرصتونه زیات او داخلي صنعت قوي کړو.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې د ملا عبدالغني برادر اخوند له قوله دا هم ویل شوي چې په دې سره به کارګران او قراردادي شرکتونه د کان کیندنې چارو ته په سمه توګه رسېدنه وکړای شي.
د خبرپاڼې له مخې چې له دې کان څخه استخراج شوي د ډبرو سکاره به په کورنیو فابریکو کې د انرژۍ تولید او د صنعت د پراختیا ترڅنګ د هېواد واردات هم زیات کړي او د کاري فرصتونو په زیاتولو سره به د بېوزلۍ کچه راټیټه او په لویه کې به د هېواد اقتصاد ورسره پیاوړی شي.