د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د لیلې دښتې د شهیدانو مزار ته ورغلی او د هغوی سپېڅلو ارواح ته یې دعا کړې ده.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت وايي، چې ښاغلي برادر د لیلې دښتې د شهیدانو قربانۍ نه هېریدونکې بللې او زياته کړې يې ده، د اسلامي نظام په حاکميت کې د دوی قربانۍ بې سارې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت به د لیلې دښتې د شهیدانو د ارمانونو د پوره کېدو لپاره خپل ټول توان او هڅې وکړي.