د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو په چارو کې له دولتي وزیرې مریم بنت علي ناصر المسند سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
د وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئيس حافظ ضيا احمد تکل وايي، د خبرو پر مهال د قطر دولت وزیرې د کونړ او څېرمه ولایتونو د وروستۍ زلزلې او د اوښتې مرګژوبلې له امله خواخوږي ښودلې او د مرستو د چمتووالي ډاډ یې ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر له دولت څخه د خواخوږۍ او د مرستو له ډاډ څخه مننه کړې او د پېښې اړوند او د افغانستان د حکومت د هڅو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړي دي. دا په داسې مهال ده، چې ياد هېواد تر دې وړاندې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ختيځو ولايتونو کې د زلزلې له امله د اوښتو زيانونو په تړاو خوشينې ښودلې او د مرستو ډاډ يې ورکړی