ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې نن سهار سېلابونو لسګونه کورنه ويجاړ کړي

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې نن سهار راوتلو سېلابونو لسګونه کورنه ويجاړ کړي او نږدې زر جريبه کرنيزه ځمکه يې هم تخريب کړې ده.
د اميد راډيو خبريال د ځايي سيمې اوسېدونکو په حواله ويلي، په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ خو په وينا يې چې د مالي زيانونو کچه لوړه ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې تړاو تر اوسه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي او نه يې هم د مالي زيانونو په تړاو څرګندونه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ننګرهار په بېلا بېلو وسلوالیو کې د سېلابونو له امله ګڼو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

اړوند خبرونه