د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو، پلازمېنه کابل کې په نشهيي توکو ۱۰۶ روږدي د درملنې په موخه راټول کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په اېکسپاڼه لیکلي چې دا کسان د ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند «امید صحي کمپ» ته ورپېژندل شوي دي.
دې ادارې مخکې هم په یو شمېر ښارونو کې په نشهيي توکو د زرګونه روږدو د ټولولو راپورونه ورکړي وو.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنۍ په لومړیو کلونو کې له ښارونو څخه د روږدو کسانو راټولول پیل شول او دا لړۍ لا هم ادامه لري.
له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې له راټولو شویو په نشهيي توکو روږدو کسانو څخه لسګونه زره له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. څو ورځې مخکې عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۴۲ زره روږدو درملنه شوې ده.