د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې ۲۵۰ رسنيو د غزې خبريالانو د ملاتړ په موخه خپلې لومړنۍ پاڼې او ويبسايټونه تور کړي دي.
د «بې پولي خبريالانو» سازمان په يوه بيان کې ويلي، چې دا ګډ اقدام د همدې سازمان او د نړيوالې ټولنې د “Avaaz” کمپاين له لوري د غزې له خبريالانو د ملاتړ په موخه تنطيم شوی دی.
دغو رسنیو په ګډه د اسرائیلي رژیم د جنايتونو د معافیت د ختمېدو غوښتنه کړې او له نړیوالو یې د غزې د خبریالانو د بېړنۍ ایستنې او د معلوماتو په راټولونه کې د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي، چې دا په معاصر تاریخ کې د رسنیو د خبرخونو لومړی ستر ګډ اعتراض دی چې د غزې له خبریالانو د ملاتړ په موخه ترسره شوی دی.
د سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۳ میاشتو کې د اسرائیل د جګړې پر مهال په غزه کې لږ تر لږه ۲۲۰ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

