ډېر لوستل شوي

اقتصاد وزارت له م.م سره د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د ګړندۍ کولو په تړاو ناسته کړې

اقتصاد وزارت په ختيځو ولايتونو کې د وروستي زلزله ځپلو ته د بېړنيو مرستو د ګړندۍ کولو په تړاو د ملګرو ملتونو له ادارې سره ناسته کړې ده.

د ياد وزارت وزير قاري دين محمد حنيف په دې ناسته کې ويلي، چې په کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر ولايتونو کې د لزلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر په چټکۍ سره زيات شوی دی.

اقتصاد وزارت وايي، په دې ناسته کې دغه راز ښاغلي حنيف د ملګرو ملتونو له اړوندو ارادو او د کورنيو او بهرنيو غير دولتي بنسټونو څخه غوښتي، چې خپلې ټولې مرستي او همکارۍ دې په بېړنۍ توګه د مرستو د جلب او جذب له ټاکلې کمېټې سره په همغږۍ ترسره کړي.

اړوند خبرونه