ډېر لوستل شوي

د کډوالۍ خوږې ترخې او په خپل هېواد کې نوي ژوند ته راټوکېدلې هیلې….

د اسلامي امارت له دویم ځل واکمنۍ سره سم ګاونډیو هېوادونو هلته مېشت افغانان اړ کړل چې خپل هېواد ته ستانه شي. د افغانانو جبري اېستنې بیا زور اخیستی او ښایي د افغانانو د کډوالۍ په ټول تاریخ کې بېرته د افغانانو ستنونه په دغه ډول نه وي ترسره شوي لکه اوسمهال چې روانه ده. هېواد ته ددغو کډوالو راستنولو تر شا کېدای شي ډیر لاملونه شتون ولري؛ خو افغان حکومت د هېچا فرمایشونو او ناروا غوښتنو ته سر نه دی ټيټ کړی او نه هم پر اسلامي او ملي ارزښتونو او د خپلې خاورې پر یوه اېنچ سودا ته چمتو دی. د خواشینۍ ځای دا دی چې د افغاني ټولنې یوه لویه کتله په ګاونډیو، عربي او اروپایي هېوادونو کې مېشته ده. په یوه ځل ددغو افغانانو ستنونه نه یوازې خپله دا افغانان له ستونزو سره مخولی شي؛ بلکې افغان حکومت ته یې هم مهار یو څه سخت دی. ګاونډیو هېوادونو ته دغه هېوادوال زیاتره د شوروي ځواکونو د یرغل او بیا وروسته د کورنیو جګړو پر مهال کډوال شوي. دغو کډوالو لسیزې هلته ژوند کړی، د کاروبار څښتنان شوي، زده کړې یې کړي، کورونه یې جوړ کړي، شتمني لري او د هغه چاپېریال خوی بوی یې خپل کړی دی. د ګیلې ځای دا دی چې ګاونډي هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران دا کډوال پرته له معقول پلان او پالیسۍ په جبري ډول راستنوي. دغه کډوال ګواښل کیږي، لوټیږي، شتمني ترې یرغملیږي او اوسمهال هر ډول زور زیاتی تجربه کوي. له کډوالو سره یاد چار چلند په هېڅ بشري او د کډوالو په قانون کې نشته. حتی ډېری وخت داسې هم شوي چې د قانوني اسنادو د لرلو سربېره افغانان په زور له دغو هېوادونو اېستل شوي. پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ژوند له ستونزو او کړاوونه ډک دی. اوسمهال پاکستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې له پخوا راهیسې هلته مېشت دي. په ټوله کې، ایران او پاکستان کې د افغانانو وضعیت خورا کړکېچن دی. افغان کډوال اوس په یادو هېوادونو کې له ډله ییز اخراج، توهین او بېکارۍ سره مخ دي. په یادو دواړو هېوادونو کې مېشت افغانان د سوداګرۍ، کار، زده کړو او نورو ننګونو سره مخ دي. د افغان حکومت له خوا د کډوالو په پار دومره چوپړونه چمتو شوي چې له تصور هم لوړ دي. کله کله داسې انګېرل کیږي چې که پرمختللي هېوادونه هم د کډوالو له داسې څپې سره مخ شوي وای؛ ښایي په مهار او چوپړ کې یې پاتې راغلي وای. په ورځنۍ ډول څومره افغانان بېرته راستنیږي؟ ایا د کډوالو د راستنېدو څپه به لا زور واخلي او د افغان حکومت چمتووالی ورته په کومه کچه دی؟ وړاندې مو وویل چې افغان حکومت د کډوالو په پار هېڅ مرسته او همکاري نه ده درېغ کړې او ګڼ امکانات یې د کډوالو چوپړ ته وړاندې کړي دي. افغان حکومت له بېلابېلو وزارتونو او لویو ادارو څخه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار یو کمېسیون رامنځته کړی، چې د کډوالو اړوند ټولې چارې په دوی پورې اړوندیږي. ددغه عالي کمېسیون لاندې بېلابېلې کمېټې کار کوي چې د هېواد په مختلفو سرحدي او فرضي کرښو کې چوپړونه وړاندې کوي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کډوالو چارو، عامې روغتیا، مالیې، اقتصاد، اطلاعاتو او کلتور، کار او ټولنیزو چارو، ټرانسپورټ، مخابراتو او نورو ادارو له غړو څخه رامنځته شوی. اوسمهال د کډوالو لویه برخه د هرات له اسلام کلا او د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنېدونکې ده. د نیمروز د ورېښمو لار، د کندهار د سپین بولدک، د پکتیکا د انګور اډه، د هلمند د بهرامچې او ورته نورو لارو څخه هم کډوال هېواد ته راستنیږي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسیون تر چتر لاندې کډوالو ته نه یوازې د استوګنې لنډمهالې اسانتیاوې برابریږي؛ بلکې د دوی روغتیایي، مخابراتي، مالي او نورو ستونزو ته هم پام کیږي. ښایي دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې کډوال له سرحدي او فرضي سیمو څخه خپلو اصلي مېنو ته وړل کیږي. همدارنګه د افغان کډوالو له راستنېدو سره افغان حکومت هغو کسانو ته چې مسلکي او لوړې زده کړې ولري، کارموندنه کوي. د تورخم عمري مېشت غالي مسوول محمد هاشم میوندوال امید راډیو ته ویلي چې د کډوالو لپاره ګومارل شوې کمېتې خپلې چارې په همغږۍ او په باقاعده ډول پر مخ وړي. نوموړي له پاکستان څخه د راکډه شویو هېوادوالو د شمېر او چوپړونو په تړاو وویل: « د ورځې اووه یا اته سوه کورنۍ راستنیږي. البته دا هغه کورنۍ دي چې ثبت شوي. دا کورنۍ لومړی د ثبت کمېټه ثبتوي، خپل خدمات په سمه توګه ورته وړاندې کوي. دویم د اطلاعاتو کمېټه ده چې عامه پوهاوی وړاندې کوي او د کمېټو ټول خدمات ورښیي. ورپسې د ټرانسپورټ کمېټه ده، دوی هېوادوال له فرضي کرښو هم رانقلوي او بیا یې له عمري کېمپ څخه ولایتونو پورې وړي. د خدماتو کمېټه د خوړو، برېښنا، بسترو، اوبه او نور خدمات وړاندې کوي. مالي کمېټه بیا هرې کورنۍ ته اته یا لس زره افغانۍ ورکوي.» ښاغلي میوندوال وړاندې ویلي چې یوازې په عمري پنډغالي کې کډوالو ته شاوخوا ۱۴۰۰ خېمې درول شوي. نوموړي پر اړوندو ارګانونو غږ کړی چې په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي چې د کډوالو د چارو د څارنې په پار اسلام کلا بندر ته تللی، له هغه ځایه یې امید راډیو ته ویلي: «د هرات د اسلام کلا له لارې چې کوم مهاجر بېرته هېواد ته رااړول کیږي، هغه پروسه لا هم روانه ده. د تېر په پرتله د مهاجرینو په تعداد کې کموالی راغلی دی. » ښاغلي متقي ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د کډوالو په راستنېدنه کې د پام وړ کموالی راغلی چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې یې تعداد شاوخوا ۵ زرو تنو ته رسېده. د نوموړي په خبره چې د هرات په اسلام کلا کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون موجوده ده او ټولې کمېټې یې فعالې دي، هر تن ته دوه زره افغانۍ ورکول کیږي، خوراک، پوښاک او ناروغانو ته درمل هم ورکول کیږي. دی زیاتوي: « یاد کډوال د ټرانسپورټ له لارې خپلو مېنو ته رسول کیږي او په مشخصو شویو ښارګوټو کې ورته نومرې ورکول کیږي.» ښاغلي متقي د ایراني چارواکو له خولې ویلي چې ښایي د کډوالو د راستنېدو لړۍ یو ځل بیا زور واخلي خو نوموړی وړاندې وایي چې ددغو کډوالو چوپړ او مهار ته اسلامي امارت بشپړ تیاری لري. ویل کیږي چې په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته تر ۲ میلیونو ډېر هېوادوال بېرته راستانه شوي دي. پایله افغانان د نړۍ هغه توکم دی چې د کډوالۍ اوږده مخینه لري. افغانان له ډېر پخوا د نړۍ ختیځې، لوېدیځ او شمالي برخو ته کډوال شوي. افغانان یا په خپله خوښه او یا هم د پردیو ښکېلاکګرو د تاړاک په سبب له خپلو مېنو خوځېدلي دي. پردیو تاړاکونو نه یوازې زموږ مېنې او کرکېلې لولپه کړې؛ بلکې زموږ کادرونه یې هم فرار ته اړ کړل. له هغه مهاله چې هېواد د ارامۍ ساه اخیستې، هېوادوالو بېرته خپلو مېنو ته د راتګ زړه ښه کړی. په ځانګړي ډول د اسلامي امارت په راتګ سره د کډوالو دا څپه خورا لوړه شوې. افغان حکومت هم خپلو خلکو ته غېږ پرانېستې او شته امکانات یې ټول د کډوالو چوپړ ته وړاندې کړي دي. ښایي د افغانستان په تاریخ کې د کډوالو د لاسنیوي ورته د چوپړونو کومه بېلګه ونه لرو. افغان حکومت د کډوالو د بشپړ چوپړ لپاره د ګڼو وزارتخونو او ادارو کمېټې رامنځته کړي او له خوراک پوښاک نیولې، تر خپلو مېنو د دوی رسول او نغدي مرسته یې په ځان منلې ده. د کډوالو پالنه د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی، خو خلکو او نړۍ ته هم بویه چې د افغان حکومت په څېر د کډوالو په لاسنیوي کې لاس په کار شي. #امیدراډیو

اړوند خبرونه