د افغانستان لوېدیځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د بهرنیو مرستو په دوام، د ملګرو ملتونو ویاند «سټیفان دوجارېک» ویلي چې له زلزلهځپلو افغانانو سره د مرستې په موخه پنځه میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
دوجارېک پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي چې دا پیسې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو له صندوق څخه ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند دا هم ویلي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله هغو کورنیو هم ژوند بایللی چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې وې.
تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم له زلزلهځپلو افغانانو سره یو میلیون یورو بېړنۍ مرسته ځانګړې کړې وه.
بلخوا هند او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم د زلزلهځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه خوراکي او غیرخوراکي توکي رالېږلي وو.
دوې ورځې مخکې د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ کې د خونړۍ زلزلې له امله نږدې دوه زره کسان مړه او شاوخوا درې زره نور ټپیان شول.

