ملي دفاع وزارت ویلي چې د هېواد په ختیځ کې د مرګونې او ویجاړونکې زلزلې په لومړیو دوو ورځو کې ددې وزارت هوایي ځواکونو د ټپیانو او زلزله کې د پاتې هېوادوالو د ژغورنې په پار ۱۵۵ الوتنې ترسره کړي دي.
ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په لومړۍ ورځ ۸۳ الوتنې ترسره شوي چې شاوخوا زر تنه او په دویمه ورځ هم شاوخوا ۹۰۰ ټپيان او په زلزله کې بند هېوادوال لېږدول شوي دي.
یاده دې شي چې په خواله رسنیو کې د افغان پیلوټانو پراخه ستاینه شوې ده.

