پسته د هغه وچو مېوه له ډلې څخه ده، چې ويل کېږي په لومړۍ ځل په «ترکيې» کې وکرل شوه. دا مېوه د ځانګړي خوند او د ګڼو روغتيايي ګټو له امله ډېر مينوال لري.
پيسته د انرژۍ ښه سرچینه، د زړه او سترګو ساتونکې، د شکر او سرطان د مخنیوي مرسته کوونکې او د حافظې د پیاوړتیا لپاره ګټوره مېوه ده.
له نیکه مرغه پسته په افغانستان کې هم کرل کېږي او ښه حاصل ورکوي؛ نو ځکه کولای شو د دې قیمتي مېوې له طبیعي ګټو په پراخه کچه ګټه واخلو.
۱. د پستې روغتیايې ګټې او د تغذيې ارزښت
- د تغذیې ښه سرچینه ده:
په یوه پياله اندازه پسته کې ۱۵۹ کم کالوریز، ۵.۷۲ ګرامه پروټین، ۳ ګرامه فایبر، ۷.۷۰ ګرامه کاربوهایډریټس، ۳۴ ملي ګرامه میګنیشم، ۲۹۱ ملي ګرامه پوټاشیم او همدا ډول ویټامين بي ۶ هم لوړه کچه لري، له دې موادو څخه ویټامين بي۶ په میټابولیزم او ذهني پراخوالي کې خورا ګټور دی.
د پستې روغتیايي ګټې:
- د زړه او وینې د رګونو ساتنه کوي:
پسته د خراب کولسټرول کچه راټيټوي، د وینې فشار په اعتدال کې ساتي او د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره اغېزمنه ګڼل کېږي. - د سرطان او مزمنو ناروغیو مخنیوی:
پسته د اکسایډ ضد موادو بډایه سرچینه ده، چې د سرطان، د عمر له زیاتېدو سره رامنځته کېدونکو ناروغیو او بدن د کمزورۍ پر وړاندې ساتنه کوي. - د سترګو د دید ساتنه کوي:
په پسته کې شته لیوټین او زیاکسانتین د سترګو د لید کمزورۍ مخه نیسي او د عمر له زیاتېدو سره د سترګو د ناروغیو پر وړاندې مرسته کوي. - د شکر ناروغۍ کنټرول:
د څېړنو له مخې پسته د شکر ناروغانو لپاره ګټوره ده، ځکه د وینې د شکر کچه لوړېدو ته نه پرېږدي او د شکر کچې په اعتدال ساتلو کې مرسته کوي. - د وزن په کنټرول کې مرسته:
که څه هم پسته خوندوره او غوړلرونکې مېوه ده؛ خو د څېړنو له مخې انسان ته د مړښت احساس ورکوي، د زیات خوراک مخه نیسي او په دې ډول د چاغوالي پر وړاندې مرسته کوي. - د هاضمې او کولمو د روغتیا لپاره ګټه:
پسته د فایبر له کبله د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، قبض مخنیوی کوي او په کولمو کې د ګټورو باکتریاوو زیاتېدو ته لاره هواروي. - د حافظې او دماغ لپاره ګټه:
د پستې په ترکیب کې ویټامین B6 ډېر دی، چې د دماغ د فعالیتونو، حافظې او ذهني تمرکز په پیاوړتیا کې رغنده رول لوبوي.
۲. په افغانستان کې د پستې حاصلات
افغانستان د پستې د کر او حاصلاتو له پلوه د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د هېواد په شمالي ولایتونو لکه بدخشان، کندز، سمنګان، تخار، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب کې د پستې پراخه ځنګلونه شته، چې د طبیعي شنو ځنګلونو ښکلا یې څو برابره کړې ده. د بادغیس ولایت بیا د پستې د ځنګلونو تر ټولو ستره سیمه ګڼل کېږي، چې په زرګونه هکتاره ځمکه پرې پوښلې ده.
هر کال د مني په موسم کې د پستې حاصلات ټولېږي او د سیمې خلکو ته د عاید مهمه وسیله برابروي. د کورنیو اړتیاوو تر څنګ ډېره برخه یې بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.
۳. د افغانستان لپاره د پستې ارزښت
- اقتصادي ارزښت:
پسته د افغانستان د مهمو صادراتي محصولاتو په ډله کې راځي، چې د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ ونډه لري. د پستې نړیوال بازار خورا ګرم دی او افغان پسته د خپل کیفیت له کبله ځانګړی ځای لري.
- طبیعي ارزښت:
د پستې ځنګلونه د افغانستان د طبیعي شتمنیو یوه برخه ده. دغه ځنګلونه د اقلیم د اعتدال، د خاورې د ساتنې او د ځنګلي حیواناتو د ژوند د دوام لپاره خورا مهم دي.
- ټولنیز ارزښت:
پسته د زرګونو افغانانو د عاید سرچینه ده. د حاصلاتو په موسم کې د پستې ټولونه، وچول، بسته کول او بازار ته وړل د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي.
- فرهنګي ارزښت:
پسته د افغان مېلمنو پر دسترخوان یوه ځانګړې وچه مېوه ده، چې په خوښیو، اخترونو او ځانګړو مراسمو کې ورته ځانګړی ارزښت ورکول کېږي.
۴. د پستې احتمالي زیانونه
که څه هم پسته د روغتیا لپاره ګڼې ګټې لري؛ خو د هر څه په څېر یې له اندازې ډېر خوړل ځینې ستونزې رامنځته کولی شي:
- د وزن ډېرښت:
پسته کالوري او غوړ لري؛ نو که په زیاته اندازه وخوړل شي د وزن د زیاتېدو لامل کېدای شي.
- د هاضمې ستونزې:
د ډېر خوراک په صورت کې د معدې دروندوالی او یا د هاضمې ګډوډي رامنځته کولی شي.
- د مالګې لرونکې پستې خطر:
هغه پسته چې په بازار کې د مالګې او یا له بلې اضافي موادو سره پلورل کېږي، د لوړ فشار لرونکو کسانو لپاره زیانمنې تمامېږي.
- الرژي یا حساسیت:
ځینې کسان د پستې له خوراک سره حساسیت پيدا کوي، چې د بدن د خارښ، پړسوب یا د ساه د لنډوالي لامل کېدای شي.
۵. سپارښتنه
پسته هغه وخت د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي چې په اعتدال سره وخوړل شي. د وزن د زیاتېدو او د هاضمې د ستونزو د مخنیوي لپاره ښه ده چې له حده زیاته ونه کارول شي. مالګهلرونکې پستې د وینې د لوړ فشار لرونکو کسانو لپاره مناسبه نه ده؛ نو غوره ده تل له بېمالګې لرونکو ډولونو څخه ګټه واخیستل شي. همداراز هغه کسان چې د پستې پر وړاندې حساسیت لري باید له خوړلو یې ډډه وکړي. د ماشومانو لپاره پسته د انرژۍ او ودې ښه سرچینه ده، خو باید په لږه اندازه ورکړل شي. په ټوله کې که پسته په مناسب مقدار کې د ورځني رژیم برخه وګرځي؛ نو د روغتیا، انرژۍ او ذهني پیاوړتیا لپاره یوه بېساری مرسته کوونکې مېوه ده.