ډېر لوستل شوي

په دوو ولایتونو کې نږدې ۲ زره کیلو ګرامه اومان له منځه وړل شوي 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په ارزګان او فراه ولایتونو کې ۱۸۰۰ کیلو ګرامه اومان کشف او له منځه وړل شوي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کې ۱۰۵۰ کیلو ګرامه ا ومان په ارزګان او ۷۵۰ کیلو ګرامه نور بیا په فراه ولایت کې کشف او سوځول شوي دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د پولیسو له لوري کشف شوي دي.  

له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې په هېواد کې د بېلابېلو نشه‌يي توکو د کشف او له سوځول‌کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او په دې تړاو نیول‌شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه