د بامیان امنیه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ۱۴ مرمۍ د مرکز اړوند شهیدانو سیمه کې کشف او ترلاسه کړې دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دغه عملیات د دې قوماندانۍ د مشرتابه په مستقیمه لارښوونه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې مدیریت پرسونل د يادې سيمې د امنيتي پوستې په همکارۍ ترسره کړی دی.
امنیه قومانداني زیاتوي، چې ترلاسه شوې مرمۍ تر کشف وروسته د «دایاک» معاونيت ته سپارل شوې دي. یادې سرچینې ټینګار کړی، چې د بامیانو پولیس د هر ډول ګواښ په وړاندې جدي او قاطع مبارزې ته ژمن دي او دغه راز اسلامي امارت ته د خلکو د ژوند او مال ساتنه لومړیتوب دی.

